د الحاج نثاراحمد فیضي غوریاني لنډه پېژندنه
الحاج نثاراحمد فیضي غوریاني د حاجي فیض محمد غوریاني زوی، په ۱۳۴۶ لمریز کال چې له ۱۹۶۷ میلادي کال سره سمون خوري، دهرات ولایت د پنځمې ناحیې اړوند په یوه روڼ آندې او دینداره کورنۍ کې، نړۍ ته سترګې پرانیستلې، لومړنۍ زده کړې یې له دیني علومو څخه پیل کړې.
په کال ۱۳۵۳ لمریز په هرات کې ښونځي کې شامل شو او خپلې لومړنۍ زده کړې یې په هرات کې پيل او د لیسې دوره یې د بلخ ولایت په باختر لیسه کې پای ته ورسوله دیادولو وړ ده چې لوړې زده کړې یې په اداره او دپیلوماسۍ کې پای ته ورسولې.
نوموړی د کورنۍ له غړو او وروڼو سره د کرنیزو محصولاتو صادراتو په سوداګرۍ بوخت وو او په ۱۳۸۳ کال کې یې یو خصوصی شرکت دبریښنا رسونې په برخه کې جوړ کړ چې پر هرات سر بیره یې یو شمیر نورو ولایتونو په ګډون تر کابله پورې خدمات ورسول، د ښاغلي غوریاني تجربې او لیوالتیا د صنعت او سوداګرۍ په پراختیا کی د دې لامل شوې چې یو شمیر خصوصي شرکتونه جوړ کړي، په ځانګړې توګه لکه د بریښنایي سامان الاتو صادرات او واردات هوټل دارۍ په برخه کی یې هم کارونه تر سره کړل، د دوی تجربی د بریښنا او د بریښنا رسونې په برخه کې د دې لامل شوې چې د هرات ولایت بریښنا شرکت د بریښنا رسونې په برخه کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کړي.


د ولسي جرګې په ۱۶ دور ټاکنو کې نوموړی له هرات څخه د خلکو د استازي په توګه دنده ترسره کړې او د هرات د خلکو استازی وو، نوموړي د ولسي جرګې د دفاعي او ځمکنۍ بشپړتیا په کمیسون کې هم دنده ترسره کړې.
په ۱۳۹۸ کال کې یې د اجرایه ریاست د سلاکارپه توګه دنده ترسره کړه چې په دې برخه کې خورا لاسته راوړنې درلودې .
الحاج نثار احمد فیضي غوریاني متاهل او درې اولادونه،چې یو زوی او دوه لورګانې لري نوموړی عالم او یو متعهد انسان دی ، د دواړو ملي ژبو دری او پښتو ترڅنګ په انګلیسی هم روانې خبری کولی شی، نوموړی د جلالتماب داکتر عبدالله عبدالله لخوا د جمهور ریس اشرف غني په حکم د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نوماند په توګه معرفی شوی او اوس محال د یاد وزارت برحال وزیر دی.
له له لوی خدای څخه ورته د ولس د خدمت او په هېواد کې د سوداګرۍ او صنعت د پراختیا غوښتنه کوو.
