د اپتیکا اتمې ناستې ته دصنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکتورچمتو والی


شنبه: دلیندۍ ۲۲ مه ۱۳۹۹دصنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکتورترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او ترانزیت دهوکړې (اپتیکا) اتمې ناستې په اړه دچمتو والي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې مشري یې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد احمدي کوله دافغانستان دفدراسیون خونو استازو،دصنعت او سوداګرۍ خونواستازو، مېرمنو، دکرهنې او مالدارۍ اودحرکت موسسې استازو پکې ګډون کړی وو.
په غونډه کې ښاغلي غوریاني وویل چې له یادې ناستې څخه یې موخه،داپتیکا داتمې ناستې په اړه له خصوصي سکتور سره همغږي ، دهغوی دنظرونو اخیستنه او په اپتیکا کې دهغوی ګډون دی او زیاته یې کړه چې غواړي په پاکستان کې دافغان سوداګرو ترانزیټي او سوداګریزې ستونزې حل شي.
په دغه غونډه کې همداراز دخصوصي سکتور او صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ دهمغږۍ، داپتا ترانزیټي او سوداګریز قرارداد،ترجیحي تعرفې اودافغانستان او پاکستان ترمنځ دګډومرزي بازارونو په اړه بحث ترسره شو.
ټاکل شوې چې په راتلونکو اونیو کې دافغانستان ـ پاکستان ترمنځ دترانزیټ او سوداګرۍ دهوکړې (اپتیکا)دهمغږۍ اتمه ناسته په اسلام آباد کې تر سره شي.

No comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *