یکشنبه دکب ۱۰ مه ۱۳۹۹دصنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نثار احمد غورياني دچاپيريال ساتنې دادارې له عمومي ريس ښاغلي شاه زمان ميوندي سره وکتل او دچاپيريل ساتنې په هکله يې دګډې همکارۍ ژمنه وکړه
په دغه ليدنه کې ښاغلي ميوندي دخپلې ادارې دکړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او په هېواد کې يې دونو کينول او سمسورتيا ته په اشارې سره وويل چې دخصوصي سکتور په مرسته داړتيا وړ نيالګيو مرسته وکړي
ښاغلي غورياني هم وويل چې ياد وزارت او خصوصي سکتور به په هېواد کې دنيالګيو دکينولو ملي کمپاين سره هر راز مرسته وکړي
ټاکل شوې ده چې دچاپيريال ساتنې ملي اداره دراتلونکي کال لپاره ددولتي ادارو او خصوصي سکتور په مرسته په ټول هېواد کې 26ميليونه نيالګي کينوي
دچاپير يال ساتنې دملي ادارې له عمومي ريس سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه


No comment