د اپټا د هوکړه لیک درې میاشتني پروتوکول غځیدل.


د افغانستاناسلامي جمهوری دولت دنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني او د پاکستان اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر اقتصادي او پانګونې سلاکار ښاغلي رازق داوود ترمنځ په انلاین ناسته کې د افغانستان -پاکستان سوداګریز او ترانزیټي هوکړه لیک (اپټا) درې میاشتنې پروتوکول لاسلیک شو.
د ناستې په پیل کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانی وویل: د دې هوکړه لیک تمدیدول د درې میاشتو لپاره د (د ٢٠٢١ کال دفبروری میاشت له ١١ مې نیټي د مي میاشتې تر ١١ مې نیټې ) پورې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګرز او ترانزیټي برخو کې د حقوقي تشې د رامنځته کیدلو مخنیوی دی.
ښاغلي غوریاني زیاته کړه اجازه راکړي د سوداګرۍ او ترانزیټ په پراختیا کې دواړو هیوادونو د رهبرۍ په ځانګړي ډول د افغانستا اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د عالمانه لارښوونو او د پاکستان اسلامي حمهوریت د لومړي وزیر مثبت لید لوري څخه مننه وکړم.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هیوادونو د تخنیکي ډلو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې اپټا دهوکړه لیک پر تعدیل د نړیوال سوداګریز سازمان د معیارونو سره سم کار روان دی، چې نږدې راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ولسونه د سیمه ایز پیوستون په لړ کې د دوه اړخیزه او سیمه ایز، ترانزیټ ،سوداګرۍ او اقتصادې ودې شاهدان واوسي.
د پاکستان اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر اقتصادي او پانګونې ستر سلاکار ښاغلي رازق داوود چې په انلاین ډول یې خبرې کولې د یاد هوکړه لیک هرکلی یې وکړ زیاته یې کړه د هیوادونو لوړ پوړي چارواکي یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانیټي ،سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.
په دې ناسته کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال ښاغلي جاویو جیحون،د پاکستان په چاروکې د ولسمشر د استازي د دفتر نمایندګانو،د ولسمشرۍ ماڼۍ حقوقی واحد ،مالی وزارت کرنې او مالدارۍ وزارت او د خصوصي سکتور استازو هم ګډون درلود.
له بل پلوه د ولسي جرګي لومړي مرستیال ښاغلی جاوید جیحوناو د خصوصي سکتور استازو د یادې هوکړې هرکلی وکړ،د ترانزیټ،سوداګرۍ او اقتصادې اړیکو پراختیا یې دواړو هیوادونو د خلکو په ګټه و باله.

No comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *