د هرات ولایت خصوصی سکتوراو مدني ټولنو استازو سره لیدنه


د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نثار احمد غوریانې دهرات ولایت خصوصی سکتوراو مدني ټولنو استازو سره ولیدل.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او د ولسمشرۍ ماڼې د دفتر رېس ښاغلي محمد شاکر کارګر د هرات ولایت خصوصی سکتور او مدنې ټولنو د استاز وسره په دغه ولایت کې ولیدل او په بیلابیلو مسایلو یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې هغه سوداګرو او موتر چلونکو چې د اسلام کلا د ګمرک په اور لګیدنه کې متضرر شوي وه هم ګډون درلود، چې په جدې توګه د خساری د ترلاسه کولو غوښتونکې شو.
د یادو بنسټونو استازو په اقتصادي ،سوداګریزو،ترانزیټي برخو کې د یاد ولایت د ځانګړې موقعیت په پاملرنۍ ټینګار وکړ، د خصوصي سکتور ستونزو،پانګونې لپاره د اسانتیاوو په برابرولو او نور برخو کې په دولت څخه د جدې پاملرنې غوښتونکې شول.
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانی وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرتابه هڅه کوي ترڅو په ټولو ولایاتو کې د خصوصی سکتور د ستونزو په حل او د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاووي برابرې کړي.
همدا راز د ولسمشرۍ ماڼې د دفتر رییس ښاغلی محمد شاکر کارګر وویل چې د افغانستان اسلامي جموهری دولت ښاغلی ولسمشر د خصوصی سکتور د پراختیا، د سیمې او نړۍ سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه لري .
د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د ولمشرۍ ماڼې د دفتر ریيس او ورسره پلاوی د امی رعلی شیرنوایې د ملی سمپوزیم په غونډه کې د ګډن په موخه یاد ولایت ته سفر کړی چې خصوصی سکتور،مدنې ټولو ا سره یې بیلابیلې ناستې درلودې .

No comment

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *