د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوی مرستیال معرفي شو


د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام په منظورۍ ښاغلي محمد سلیمان بن شا د یاد وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال د دې وزارت د وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني لخوا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې د وزیرې آغلې معصومه خاورې ،د جمهوري ریاست او خصوصي سکتور د استازو په شتون کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت رئیسانو او کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني په یاده وغونډه کې وويل : ښاغلي بن شاه یو ځوان او لوړو زده کړو لرونکې ځوانانو څخه دې چې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې پوره تجربه لري .
ښاغلي غوریانې د معینیت د پخوانې سرپرست څخه مننه وکړه او نوی معین ته يې په چارو کې د بریا غوښتنې ترڅنګ ټینګار وکړ چې خصوصی سکتور ته د خدماتو په وړاندې کولو او پانګونه کې باید چټکوالی راشي .
د افغانستان د اطاقونو د فدراسیون مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي چې د خصوصي سکتور په استازولۍ يې خبرې کولې وویل : د هغې پیژندګلوې له مخې چې د ښاغلي محمد سلیمان بن شاه څخه یې لري نوموړي به وکولاي شي د صنعت کارانو،سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل او خصوصي سکتور ته د خدماتو وړاندې کولو کې چټکوالی راشي.
وروسته د صنعت او سوداګریزو چارو نوی مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني ،د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر ښاغلی نثاراحمد غوریانې د اعتماد څخه مننه وکړه .
او وی ویل: د توان ترکچې به کوښښ وکړم ترڅو خصوصي سکتور ته د یا د وزارت لخوا غوره خدمات وړاندې کړی،زیاته يې کړه چې د جمهوري ریاست د مقام ، صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ پلاوي په ملاتړاو خصوصي سکتور په همکارۍ به د خصوصي سکتور پروړاندې پرتې ستونزۍ په فرصتونو بدلې‎ او د هیواد صنعتي کیدلو کې به چټکتیا رامنځته کړي.
ښاغلي محمد بن شاه د امریکا متحده ایالاتو څخه د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادې ودې په برخه کې د ماسترې ترکچې لوړې زده کړې ترسره کړی او نږدې ۱۰ کاله په خصوصي او دولتي بنسټونو کې کاري تجربه لری.

No comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *