د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه


د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر ښاغلي نور الرحمن اخلاقي سره په خپل دفتر کې وکتل او د دواړو وزارتونو ترمنځ د غالیو د صنعتي ښارګوټي په رخه کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.
ښاغلي نثاراحمد غوریاني د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزیر ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل، دغه وزارت به د کډوالو اوبیا راستنیدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ هیواد ته د پانګوالو د راستنیدو او په بیلابیلو سکتورونو کې د هغوی د پانګونې راجلبولو لپاره په ګډه کار پیل کړي.
ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې دغه وزارت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سره په همغږۍ کار کوي ترڅو د غالۍ – صنعتي – استوګنځیو ستونزې هوارې کړي ،هغه کډوالو او بیا راستنیدونکو ته د ځمکې ویشلو په هکله چې د غالیوپه اوبدولو بوخت دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ښاغلي نور الرحمن اخلاقي د صنعت ، سوداګرۍ او ترانزیت د ودې لپاره د صنعت او سوداګرۍ د وزیر د هڅو هرکلی وکړ وویل چې دغه وزارت په صنعتي ښارګوټو د بیرته راستنیدو وګړو او پانګوالو ته د ځمکې د ویش په هکله هر راز همکارۍ ته چمتو دی .

No comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *