په کابل پوهنتون کې دتروريستي بريد له کبله شهيدانو ته دعا


دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزير په حضور کې پرکابل پوهنتون دتروريستي بريد پر مهال شهيد شويو محصلينو او استادانو ته دفاتحې او دعا مراسم ترسره شول.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير ښاغلي نثار احمد غورياني دغه بريد وغانده او دايې يوه غير اسلامي او غير انساني کړنه وبلله.
ښاغلي غورياني په دغه بريد کې شهيد شوو کسانو ته ددعا تر څنګ، ټپيانو ته دژر روغتيا غوښتنه وکړه او ددوى له کورنيو سره يې خپله غمرازي وښوده.
ديادونې وړ ده چې دولسمشر له هدايت سره سم، دملي ماتم له مخې په دغه وزارت کې دافغانستان داسلامي جمهوريت ملي بيرغ نيمه ځوړند ايښودل شوى وو.

No comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *